لیګونه

د پنحاب نوي نوم سره نوی لباس، او د هغوی نوي هیلې څه دي؟

پنجاب لوبډلې هم ای پي ایل ته نوی لباس اعلان کړ!

دا چې څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالیو ته یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتي،لا وړاندې ځینو لوبډلو دغو سیالیو ته خپل نوي لباسونه اعلان کړي.

د نورو لوبډلو په څیر پنجاب کینکز لوبډلې هم خپل لباس ښکاره کړ.

پنجاب کینکز لوبډلې نوی لباس د تیر په څیر په سور رنګ کې دی،خو یوازې ځینې نښانونه او د سپانسر لوګو پکې اضافه شوي.

د سره رنګه لباس ترڅنګ به د پنجاب کینکز لوبډلې توپ وهونکي ګولډن رنګه هیلمټونه هم په سر کوي.

پنجاب کینکز لوبډلې تیر پړاو کې ښې لوبې ترسره نه کړې او له مخکې تګ څخه محرومه شوه.

په یاده لوبډله کې افغان لوبغاړی مجیب الرحمان هم لوبیده،خو د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل د نیلامۍ پړاو وړاندې نوموړی د یادې لوبډلې لخوا د نهو نورو لوبغاړو سره یو ځای خوشی کړل شو.

خو مجیب د نیلامۍ پړاو پر مهال د حیدراباد لوبډلې لخوا په (یو نیم کروړ) هندې کلدارې واخیستل شو.

ای پي ایل سیالۍ به د اپریل میاشتې په نهمه نېټه پیل چې ۵۲ ورځې به دوام وکړي.

یاد لیګ ته افغان لوبغاړي هم ور روان شوي دي.

ټاکل شوي چې پنجاب کینکز لوبډله به د یاد لیګ د پیل لوبه د راجستان لوبډلې خلاف د اپریل په دوولسمه نېټه په ممبيي ښار کې لوبه ترسره کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې