دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د هند ښځینه کریکټ ټیم باندې هم د کرونا حمله راغله

د هندوستان د نارینه کریکټ لوبغاړو وروسته اوس د هند په ښځینه کریکټ ټیم باندې هم د کرونا ویروس حمله راغله او تازه د هندوستان د ښځینه کریکټ ټیم پیاوړي لوبغاړې او د شل اورېز فارمیټ لوبډلمشره هرمنپریت کور په کرونا ویروس ککړه وموندل شوه.

این ای خبرې اژانس ته یوې سرچینې وویل، چې نوموړې له تېرو څلورو ورځو راهیسې سخته تبه درلوده او د کرونا نښې نښانې پکې موندل کیدې چې اوس یې د کرونا پر وړاندې پایله مثبته راغله.

د یادې سرچینې په وېنا، چې هغې د دوشنبې په ورځ د کرونا پر وړاندې معاینه وکړه او د سه شنبې په ورځ یې پایله مثبته راغله، اوس مهال نوموړې په قرنطین کې ده او یو لړ محددیتونو لاندې ده.

هرمنپریت کور په دې وروستیو کې د جنوبې افریقا ښځینه کریکټ ټیم پر وړاندې پنځو پنځوس اورېزو او درې شل اورېزو سیالیو کې د هندوستان ښځینه کریکټ ټیم برخه وه. خو له بلې خوا د نورو هند ښځینه کریکټرانو معاینې منفې راغلي دي او یوازې د هرمنپریت د ټیسټ پایله مثبته راغلې ده.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې