نړیوال کریکټ

د انګلستان روزونکی: موږ تش لاس نه بلکې ډک لاس هېواد ته ستنېږو!

انګلستان لوبډله د اوږده سفر وروسته خپل هېواد ته تش لاس روانه شوه، دغې لوبډلې کوربه هندوستان ته د څلورو ټېسټ سیالیو لړۍ دری پر یو ۳/۱، د پنځو شل اوریزه سیالیو لړي درې پر دوه ۳/۲، او د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ دوه پر یو ۲/۱ وبایللې.

د دغه اوږد سفر پای ته رسېدو وروسته د انګلستان لوبډلې سر روزونکي «کریس سلور ووډ» وویل” موږ خپل هېواد ته تش لاس نه یو روان، هو موږ درې واړه لړۍ وبایللې، مګر موږ داسې تجروبې تر لاسه کړې چې په راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام، او پنځوس اوریزه نړیوال جام کې به ترې عظیمه استفاده وکړو.

کریس سلور ووډ زیاته کړه” د بل هېواد څخه راتلل او بیا له کوربه هندۍ لوبډلې لړۍ ګټل، یقیناً چې ډېره سخته ده، دوی له خپل کنډیشن او ویشتانځی څخه ښه ګټه پورته کوي، چې په وړاندې یې لوبېدل او بیا لړۍ ګټل اسانه کار ندی.

کریس سلور ووډ وویل چې زه له خپلو لوبغاړو مننه کوم او ورباندې فخر کوم چې په دومره سختو شرایطو کې هندوستان ته راغلل او بیا یې ښې لوبې ترسره کړې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې