مقالې

د افغان کرکټ سوپر فېن رحیم صدیقي له کړنو مو خبروو!

کله چې د کرکټ سوپر فېن نوم کاروو،شاید زیاترو مینه والو ته د ټنډولکر خاص مینه وال سودېر ګوتم،پاکستاني چاچا او نورو مینه والو نومونه ذهن ته راشي.

مګر دا سوپر فېن رحیم صدیقي دی، د نوموړي نوم سره هر افغان آشنایي لري.

رحیم صدیقي د افغان کرکټ ملي لوبډلې یو ستر مینه وال شمیرل کیږي، نوموړی که څه هم چې نیوزیلینډ هیواد کې اوسیږي،خو هر ځلې چې د افغان لوبډلې سیالۍ وي، نوموړی یې له نږدې ننداره کوي.

رحیم صدیقي د افغان کرکټ لوبډلې یو داسې مینه وال دی چې کله به د افغان کرکټ لوبډلې له کومې مقابلې لوبډلې سره لوبې وې، هغه به د افغانستان درې رنګه بیرغ په ټول بدن وو او د لوبډلې ملاتړ به یې کاوه.

د ۲۰۱۸ کال د نوولس کلنو څخه کم عمره نړیوال جام سیالیو کې چې د نیوزیلینډ په کوربتوب وې او افغانستان نوولس کلنو لوبډلې هم په کې اشتراک درلوده، نوموړي په ټول بدن د افغانستان درې رنګه بیرغ رسم کړی وو.

که څه هم چې هلته هوا باراني او یخه وه،خو رحیم صدیقي وویل،ترڅو چې افغانستان کومه لوبه نه وي ګټلې،تر هغې به کمیس په تن نه کړي.

همدا وو چې وروسته افغانستان نوولس کلنو لوبډلې سریلانکا نوولس کلنو لوبډلې ته د DLS میتود له لارې په ۳۲ منډو ماتي ورکړه او رحیم صدیقي هم خپل کمیس په تن کړ.

رحیم صدیقي چې اصلا د ننګرهار ولایت سره تعلق لري،خو اوسمهال د خپلې کورنۍ سره یو ځای د نیوزیلینډ په اکلنډ ښار کې استوګنه لري.

نوموړي نیوزیلینډ کې د اوبر شرکت سره د موټر چلونې او ګاز سټیشن کې کار هم کاوو او ددې ترڅنګ یې د افغانستان لوبې هم تعقیبولې.

رحیم صدیقي اوسمهال په نیوزیلینډ کې د خوراکي توکو دوکان پرانیستی او وایي،ستره هیله او ارمان یې په افغانستان کې د دایمي سولې راتلل دي.

نوموړي د نوي دوکان د پرانیستو خبر پخپله فسبوک پاڼه ورکړی دی.

” الحمدالله، نن له سياست او ورزش ور اخوا يو په زړه پورې زيری درته لرم.

زه سره له دې چې نيوزيلنډ کې د ټولنيزو رسنيو له لارې د افغانانو غږ اوچتوم خپله کورنۍ هم ساتم.

د الله شکر ادا کوم چې زه يې د خپل کاروبار څښتن کړم او په نيوزيلنډ کې مې د خوړو پلورنځۍ (دوکان) چې ۴۰ ډوله خواړه به ان شاء الله پکې خرڅیږي واخيست.

زما همدا هوډ دی چې تل به خپل ولس او خلکو ته خدمت کوم.
الله مو ټول په عزت لره راته.”

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې