ریکارډونهنړیوال کریکټ

دلته رسره ولولئ چې یورځنیو سیالیو کې زیاتې سلیزې کوم لوبغاړي تر لاسه کړي دي.

د کرکټ نویوالې شورا «ای سي سي» لخوا د یو ورځنیو سیالیو فارمټ له ۱۹۷۱م کال وروسته رامنځته شو، که څه هم دغه سیالۍ تر ډېره وخته «۶۰» اورونه لوبه ترسره کېده، خو له ۱۹۸۸م کال وروسته یې اورونه کم او «۵۰» ته محدود شول.

راځئ نن داسې ریکارډ رسره ولولئ چې له ۱۹۷۱م کال څخه بیا تر ۲۰۲۱م کال پورې کوم لوبغاړي په دغه فارمټ کې زیاتې سلیزې تر لاسه کړي دي.

لومړی: سچن ټنډولکر!
څوک چې د کرکټ مینه وال دي او لوبې تعقیبوي، نو حتماً له دغه نوم سره اشنا دي، ټنډولکر د هندۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی و چې د یو ورځنیو سیالیو تر ټولو ډېرې «۴۹» سلیزې یې ترلاسه کړي دی، ټنډولکر له ۱۹۸۹م کال څخه تر ۲۰۱۲م کال پورې د هند په استازیتوب ۴۶۳ یورځني سیالۍ ترسره کړې چې د ۴۹ سلیزو پر مټ یې د دغه فارمټ ټولټال «۱۸۴۲۶» منډې جوړې کړې.

دوهم: ویراټ کوهلي!
د مبصرینو او کرکټ پوهانو به ویل چې د سچن ټنډولکر ځای هېڅ لوبغاړی نه شي ډکولای، د دوی په نظر نه یوازې په هند کې، بلکې په نړۍ کې به هم داسې لوبغاړی پیدا نه شي چې د سچن ټنډولکر تشه ډکه کړي، خو ویراټ کوهلي دا هرڅه برعکس ثابت کړل، هغه چې څه ټول لوبیږي د ټنډولکر تشه یې په کامله معنا ډکه کړه.

ویراټ کوهلي د نړۍ دوهم لوبغاړی دی چې یو ورځنیو سیالیو کې زیاتې «۴۳» سلیزې ترلاسه کوي، کوهلي له ۲۰۰۸م کال څخه د هندۍ لوبډلې استازیتوب کوي چې په ټولټال ۲۵۴ سیالیو کې یې ۴۳ سلیزې پرمټ «۱۳۰۶۱» منډې ترلاسه کړي دي.

په همدې لیسټ کې ریکي پونټینګ په «۳۰» سلیزو سره دریم، روهیت شرما په «۲۹» سلیزو سره څلورم او سریلانکایی جیسوریا په ۲۸ سلیزو سره پنځم مقام لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې