نړیوال کریکټ

بنګلدیش به نن له نیوزلینډ سره د سیریز دوهمه لوبه ترسره کړي

د نړیوالې کرک انفو ویب سایټ د معلوماتو له مخې چې د نیوزلینډ او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ به د شل اوریزه سیریز دوهمه لوبه نن د نیوزلینډ په کوربتوب په ځایي وخت لس بجې او دیرش دقیقې ناپایر سټډیوم کې ترسره شي.

د بنګلدیش کرکټ بورډ هم دا خبر پر خپله رسمي فسبوک پاڼه تائید کړی دی او ویلي دي چې نن دوشنبه به له نیوزلینډ لوبډلې سره خپله دوهمه شل اوریزه لوبه د بنګدیش پر وخت ۱۲۰۰ بجې ترسره کړي.

بنګلدیش له دې وړاندې نیوزلینډ ته د یو ورځنیو لوبو سیریز د درې د صفر پر وړاندې بایللی دی او د شل اوریزه سیریز لومړۍ لوبه یې هم بایللې دې د مبصرینو په وینا له همدې امله به بنګلدیش څه ناڅه تر فشار لاندې وي او شاید په دوهمه لوبه کې هم ماتې وخوري.

بلخوا بیا نیوزلینډ یواځینۍ هغه لوبډله ده چې هیڅ کومې اسیایي لوبډلې تراوسه په نیوزلینډ کې همدې لوبډلې ته په سیریز کې ماتې نه ده ورکړې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې