ولایتي سیالۍ

ګریډ ون سیالۍ: کابل لوبډلې چرمین ایلیون لوبډلې ته ماتې ورکړه


د ګریډ ون سیالیو په دوام “د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنیو لوبو په دوام” کابل لوبډلې د چیرمین ایلیون لوبډلې ته ماتې ورکړه دې لوبه کې کابل لوبډلې لومړی لوبه پیل کړه په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په اوټیدو ۲۱۶ منډې ترسره کړې او د ۲۱۷ منډو هدف یې چیرمین ایلیون لوبډلې ته وټاکه.

د کابل لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر نثار وحدت سلیزه جوړه کړه محمد سردار ۲۴ او ګلاب عمرزي ۱۷ منډې جوړې کړې؛ د چیرمین ایلیون لوبډلې ته په توپ اچونه کې ابراهیم صافي درې، ناصر توتاخېل، عمر امین، عبدالله ترخېل او عابد محمدي هر یو یوه، یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په دوهم اننګز کې د یاد هدف د لاسته راوړلو په موخه د چیرمین ایلیون لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، چې د لوبې په ۴۵.۳ اورونو کې د ټولو ویکټو په غورځېدو ۱۶۱ منډې ترسره کړې او لوبه یې د ۵۵ منډو په توپیر کابل لوبډلې ته وبایلله.

د چیرمین ایلیون لپاره په توپ وهنه کې برکت الله ابراهیم زي ۳۳، اسدالله متاڼي ۲۲ او عبدالله ترخېل ۱۹ منډې ترسره کړې، چې د کابل په ګټه په توپ اچونه کې سید نصرت څلور، شفیق الله غفاري دوه، سید منیب، محب الله زرمتي او امان الله رفیقي هر یو یوه، یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې