
څو کلن سیاسي کړکیچ په کرکټ هواریدلی شي
د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او لوبغاړی شاهد خان افریدی په دې باور دی چې کرکټ د سیاسي جنجال د حل لپاره ترټولو غوره لار ده،
دغه پاکستاني پښتون لوبغاړي ویلي، پاکستان او هندوستان کرکټ لوبډلې باید سره د کرکټ لوبې وکړي زه باور لرم چې دا روان سیاسي کړکیچ په کرکټ حلیدلی شي،
د پاکستان او هندوستان ترمنځ له کلونو راپه دیخوا سیاسي جنجال دی چې دا سیاسي اړېکه ورځ تر بلي د کرکیچ خواته روانه ده اوس تازه د پاکستان لوبډلې مشهور لوبغاړي افریدي په خپلو خبرو کې ویلي چې دا سیاسي واټن یوازی د کرکټ لوبه را کمولی شي،
یاده دې وي چې پاکستان او هندوستان کرکټ لوبډلې یوازي په نړیوال اسیاجام او چمپينز ټرافۍ کې سره مخ کیږي چې لوبه یې د خورا احساساتو څخه ډکه وي د پاکستان او هندوستان سیالۍ ته یوازي په هندوستان او پاکستان کې نه بلکي د نړۍ په ګوډ ګوډ کې ورته خلک انتظار باسي.