نړیوال کریکټ

په نړیوال او کورني کرکټ کې د شپږ شپږیزو ریکارډونه د کومو لوبغاړو سره دي دلته یې ولولئ

د کرکټ په نړۍ کې شپږ شپږیزې ډېر کم وخت لیدل کیږي چې یو توپ وهونکی یې د لوبې په جریان کې د مقابلي لوبډلې پر توپ اچونکي وهي،


دا کارنامه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۸ م کال کې د انګلستاني کيڼ لاسي توپ وهونکي سېرګیر فیلډ سوبرز له لوري وشوه نوموړي په یو اور کې شپږ شپږیزې ترلاسه کړي، دوهم ځل لپاره د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره روي شستري چې اوس مهال د هندوستان لوبډلې مشر روزونکی دی په یو اور کې یې شپږ شپږیزې په ۱۹۸۵ م کال کې ترلاسه کړلي همداسي په وار وار سره هرشل ګیبز په ۲۰۰۷ م کال کې، یوراج سینګ هم په ۲۰۰۷ م کال کې، روز ویتلي په ۲۰۱۷ م کال کې، حضرت الله ځاځي په ۲۰۱۸ م کال کې، لیو کارټر په ۲۰۲۰ م کال کې، کیرون پولارډ په ۲۰۲۱ م کال کې، او پرون سریلانکایي الراونډر تیسرا پريرا په ۲۰۲۱ م کال کې په کورني کرکټ کې د دیلهن خلاف دغه شپږ شپږیزې ووهلي،


هرشل ګیبز په پنځوس اوریزه فارمټ کې خو یوارج سینګ او پولارډ بیا په شل اوریزه فارمټ کې دغه شپږیزې ترلاسه کړي دي،


یاده دې وي چې نورو ټولو لوبغاړو په کورنیو سیالیو کې شپږیزې ترلاسه کړي خو هرشل یوراج او پولارډ بیا په نړیوال کرکټ کې دا ریکارډونه د ځانه سره لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې