دلوبغاړو په اړه

پاکستان له محمد عرفان هم لوړ قدی توپ اچونکی پیدا کړی چې تر «۱۴۰» سرعت «سپیډ سره توپ اچونه کولای شي.

محمد عرفان اوس مهال د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو لوړ قد لرونکی توپ اچونکی دی چې ۲.۱۶ مېتره لوړوالی لري، خو پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې پاکستان اوس له محمد عرفان هم لوړ قدی توپ اچونکی پیدا کړی.

د پاکستان یو خصوصي تلویریون خبریال «شعیب جټ» په خپل ټویټ کې د نوي لوړ قد لرونکي چټک توپ اچونکي «محمد عاصم» ته ښه راغلاست ویلی او هغه ته یې د بنګله دیش په وړاندې د پاکستان نولس کلنه کرکټ لوبډله کې د غوره کېدو له امله مبارکي وویله.

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د سنده څخه تعلق لرونکی محمد عاصم «۶.۹» فټه قد لري او نوموړی تر ۱۴۰ سرعت یا سپیډ سره توپ اچونه کولای شي.

د نوموړي په وینا چې محمد عاصم اوس مهال ۱۷ کاله او ۵ میاشتې عمر لري چې د وخت په تېرېدو به له محمد عرفان هم لوړ قد ولري او هم یې د توپ اچونې سرعت ډېرېدلی شي.

محمد عاصم اوس مهال د بنګله دیش خلاف سیالیو ته د پاکستان نولس کلنې لوبډلې ته انتخاب شوی دی چې راتلونکي ۲۰۲۲م کال نولس کلنو نړیوال جام کې به هم ولوبیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې