نړیوال کریکټ

ویسټ انډیز او سریلانکابه خپله وروستۍ لوبه نن پیل کړي

د سریلانکا او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ له لومړۍ ټیسټ لوبې وروسته دوهمه یې نن د ویسټ انډیز په کوربتوب په ځايي وخت شپږ بجې او دیرش دقیقې پیل کیږي لومړۍ لوبه یې بغیر له کومې پایلې پایته رسیدلې وه.

که څه هم هغې لوبه کې دواړو لوبډلو پوره پوره هڅه وکړه مګر خواري یې بې ځایه وه ځکه لوبه د هیڅ لوبډلې په ګټه نه شوه خو نن به دا لوبډلې په دوهمه لوبه کې خپل بخت و ازمایي.

ویسټ انډیز لوبډله په خپل کور کې په سریلانکا مکمله برلاسې ده ځکه له دې وړاندې یې په شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو په سیریز کې دې لوبډلې ته ماتې ورکړې ده شل اوریزه یې د دوه د یو او یو ورځنۍ یې د درې د صفر مقابل کې ګټلې وه.

له ۲۰۱۵ کال راهیسې ویسټ انډیز او سریلانکا پنځه ځلي ټیسټ لوبې کړي دي چې یوه یې ویسټ انډیز دوه سریلانکا او دوه یې بې نتیجې پایته رسیدلې دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې