دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ویراټ کوهلي د یوه کپتان په توګه ۲۰۰ لوبې بشپړې کړې.

د انګلستان خلاف په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې ویراټ کوهلي یو بل ریکارډ جوړ کړ.نوموړی د پخواني لوبغاړي اظهر الدین او ایم ایس ډوهني وروسته دریم لوبغاړی شو چې د یوه کپتان په توګه په ۲۰۰ لوبو کې برخه اخلي.

د هند لپاره د یوه کپتان په توګه په زیاتو لوبو کې د ګډون ریکارډ له ایم ایس ډوهني سره دی.

نوموړي د یوه کپتان په توګه په ټولو پارمټونو کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۳۳۲ لوبو کې کپتاني ترسره کړي ده.

په دوهم مقام اظهر الدین دی چې په مجموعي توګه یې په ۲۲۱ لوبو کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره کپتاني ترسره کړي ده.

د یادونې وړ ده چې ویراټ کوهلي په ۲۰۱۷ کال کې د ایم ایس ډوهني څخه کپتاني ترلاسه کړه او تردې دمه یې په ۶۰ ټیسټ، ۴۵ شل اوریزو او ۹۵ یو ورځنۍ لوبو کې د هند لپاره د لوبډلې مشري ترسره کړي ده.

د انګلستان او هندوستان ترمنځ وروستۍ او دریمه پنځوس اوریزه سیالي کوربه هندوستان لوبډلې په ۷ منډو وګټله او پدې سره یې د درې یو ورځنیو لوبو سیریز لړۍ (۱-۲) سره وګټله.

هند کرکټ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو په (۴۸،۲) اورونو کې ۳۲۹ منډې جوړې کړي وې.

په ځواب کې یې انګلستان هم ښه لوبه وکړه او د (۹) لوبغاړو په سوځیدو پوره پنځوس اورونو کې ۳۲۲ منډې جوړې کړې او سیالي یې په کم توپیر هند لوبډلې ته بایلوده.

د سیالۍ غوره لوبغاړی سام کرن ونومول شو چې ۹۵ ناسوځیدلي منډې یې جوړې کړي وې.د سیریز غوره لوبغاړی جوني بېرسټو ونومول شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې