دلوبغاړو په اړه

وسیم خان: هر څوک باید د محمد عامر پریکړې ته احترام ولري.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ټاکوونکي ډالګۍ مشر وسیم خان وایي،هر څوک باید د محمد عامر د تقاعد کیدو پریکړې ته احترام ولري.

محمد عامر تیر دسمبر میاشت کې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان وکړ چې ورسره ځینې غبرګونونه هم راپورته شول.

ویل کیدل چې نوموړي د ټیم منجمینټ او د بورډ سره د ځینو ستونزو له کبله کرکټ پريښودو ته اړ شوی وو.

خو وسیم خان وایي،یو کرکټر چې کله د کرکټ څخه د تقاعد اعلان کوي،د ښه فکر او مشورې وروسته یې کوي.

“زما دریځ ددغې موضوع په اړه ډیر واضح دی.هغه دا چې تقاعد اخیستل داسې اسانه پریکړه نده.کله چې یو څوک داسې پریکړه کوي،له ښه فکر او سوچ،کورنۍ او ملګرو سره له مشورې وروسته یې کوي.کله چې یو څوک داسې ستره پریکړه کوي،باید پریکړې ته یې احترام وشي.”

“زه د محمد عامر پریکړې ته کاملا احترام لرم.”

لدې وړاندې داسې معلومات ورکړل شوي وو،چې شاید محمد عامر د تقاعد کیدو پریکړه بیرته واخلي او کرکټ ته را وګرځي.

خو وسیم خان وایي چې دا به د هغه لپاره یوه ستره بې انصافي وي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې