
هند په یو بل سیریز کې هم انګلینډ مات کړ او د سیریز له ګټلو یې دغه لوبډله بې برخې کړه
د هندوستان او انګلینډ لوبډلو ترمنځ د لوبو لړۍ تمامه شوه او په دې لړۍ کې هندوستان په انګلینډ لوبډلې په پوره توګه برلاسی و هند په اسانۍ سره وشول کولای چې په درې واړو سیریزونو کې انګلینډ ته ماتې ورکړې او د کومې لوبې د ګټلو اجازه یې ورنکړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ درې سیریزونه ترسره شول چې درې واړه یې هند وګټل لومړی د څلورو ټیسټ لوبو سیریز و چې هند د درې د یو په مقابل کې وګټه، دوهم د شل اوریزو لوبو چې بیا هم هند د درې د دوه په مقابل کې وګټه او وروستی سیریز د دریو یو وروځنیو لوبو چې دا هم هند وګټه او انګلینډ لوبډله د سیریز له ګټلو بېغمه کړه.
هند په خپله وروستۍ لوبه کې لومړی توپ وهنه کړه په ټاکلو پنځوس اورنو کې یې انګلینډ ته د ۳۳۰ منډو لوړ هدف ورکړ خو انګلینډ لوبډله یې په پوره کولو کې پاتې راغله د هند له اړخه شکردهوان ۶۷، هارډیک پانډیا ۶۴ او ریشب پینټ ۷۸ منډې جوړې کړې.
مګر انګلینډ لوبډلې په دوهم اننګز کې د هدف پوره کولو په موخه ښه هڅه وکړه د ۹ لوبغاړو په اوټیدو یې ۳۲۲ منډې جوړې کړې مګر هدف یې ترلاسه نکړ په همدې سره یې خپل دریم سیریز هم هند ته بایلوده.
د انګلینډ له اړخه ډیوډ میلن ۵۰، سام کرن ۹۵، بین سټوکس او لینګویستک ښه هڅه وکړه خو ناکامه هڅه وه.
په همدې ماتې سره د انګلینډ لوبډلې اوږد سفر پایته ورسید او تش لاس به خپل هېواد ته ستنه شی.