افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ندیم عمر: په لوبډله کې د دوه ویکټ کیپر لوبغاړو لوبول کومه ستونزه نلري.

د پاکستان سوپر لیګ یوې لوبډلې «کویټې ګلیډیټرز» مالک «ندیم عمر» د ویکټ کیپر توپ وهونکي سرفراز احمد د سویلي افریقا په وړاندې په شل اوریزو سیالیو کې د لوبې په یولس کسیز نوملړ کې د شاملولو غوښتنه کوي.

ندیم عمر د «کرکټ له پاکستان سره» په یوه ځانګړې مرکه کې د خبرو پر مهال وویل چې دوه ویکټ ساتونکي لوبغاړي په یولس کسیز نوملړ کې لوبېدل کومه ستونزمنه خبره نده، که لوبغاړي فرفامنس کولای شي نو ویکټ کپیر کومه عیب ندی.

محمد ندیم زیاته کړه چې سرفراز احمد په شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې ثابته کړه چې د پاکستان لوبډله اوس هم ورته اړتیا لري، نوموړي وویل چې په یولس کسیز نوملړ کې د دوه ویکټ کیپر لوبغاړو لوبول کوم عیب ندی، ندیم زیاته کړه چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په یولس کسیز نوملړ کې درې ان څلور ویکټ ساتونکي لوبغاړي هم لوبېدلي دي.

باید یاده کړو چې پاکستان د سویلي افریقا خلاف یو ورځنۍ او شل اوریزه سیالیو ته موده وړاندې لوبډله اعلان کړه چې پکې دوه ویکټ کیپر لوبغاړي محمد رضوان او سرفراز احمد دواړه په لوبډله اعلان شول.

خو بلخوا چې افغان لوبډلې ته رحمان الله ګربز راغلی له هغې راهیسې د افغانستان پخواني ویکټ کیپر توپ وهونکي محمد شهزاد ته د لوبېدو چانس ندی ورکړل شوی، که څه هم شاید د محمد شهزاد فیټنیس خراب وي، خو شل اوریزه فارمټ کې د رحمان الله ګربز سره د اوپنینګ ښه جوړه ثابتېدلی شي، رحمان الله ګربز د بنګله دیش پریمر لیګ تېر فصل کې هم د یو فیلډر په توګه ولوبېده چې د ویکټ کیپر دنده مشفیق الرحیم سر ته رسوله.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې