
نړیوال کریکټ
سټيو سمیت پخواني خوبونه بیا ګوري
د استرالیا کرکټ لوبډلې مشهور لوبغاړی سټیو سمیت یو ځل بیا غواړې د استرالیا لوبډلې لوبډلمشري په خپله غاړه واخلي،
استرالیا کرکټ بورډ تیره میاشت په یو بیان کې ویلي و، مونږ سمیت ته په دې شېبو کې لوبډلمشري نشو ورکولای خو راتلونکې کې ورته پلان شته چې سمیت یوځل بیا لوبډلمشری ته نماند کړي،
سمیت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، زه لوبډلمشری ته راستنیږم او هيڅ راز مشکل پکې هم نلرم خو که ټاکونکې ډلګۍ راباندې دا اعتماد وکړي،
یاده دې وي چې سټیو سمیت، ډیویډ وارنر، او بین کرافټ د جنوبي افریقا کرکټ لوبډلې پروړاندې د بال ټيمپر کولو یاهم خرابولو هڅه وکړه چې د کمرې ښکار شو سمیت وارنر او بین کرافټ د څه وخت لپاره د هرډول کرکټ څخه منع و استرالیا کرکټ بورډ هغه ورځ د خپل کرکټ په تاریخ کې توره ورځ یاده کړه.