دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سریلانکایي لوبغاړي پرېرا په یو اور کې ۶ شپږیزې ووهلې

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي تېسارا پرېرا په یو اور کې شپږ بالونو باندې مسلسل شپږ شپږیزې ووهلې نوموړي دا شپږیزې د یکشنبې په ورځ د سریلانکا په کورني ټورنامنټ کې ووهلې.

پرېرا د سپورټس کلب او بلوم فیلډ کریکټ او اتلیک کلب ترمنځ د سیالۍ پر مهال شپږ باله شپږ شپږیزې ووهلې. نوموړي پر داسې مهال شپږ شپږیزې ووهلې چې د توپ وهنې لپاره په پنځم نمبر لوبغالي ته ښکته شو، چې د اتو شپږېزو او د ۱۳ بالونو په مرسته یې ۵۲ سترې منډې وکړې.

د یادولو وړ ده چې په کریکټ کې ډیری توپ وهوونکو په شپږ بالونو شپږ شپږیزې وهلې دي، چې اوس په دغه لیسټ کې پرېرا هم خپل نوم ثبت کړ نوموړی نهم توپ وهوونکو شو چې په لیسټ ای سیالیو کې شپږ شپږیزې وهې.

له بلې خوا د پرېرا کریکټ ټیم اړوند او د سیالې لوبډلې ترمنځ سیالۍ د باران د مداخلې له امله ویجاړه شوه. او د لوبې برخلیک یې نامعلوم کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې