نړیوال کریکټ

ریکي پونټېنګ د هندوستان پر لوري روان شو

د هندوستان غوره لیګ راتلونکي پړاو لپاره د ډهلي کپټلز لوبډلې روزونکی ریکي پونټېنګ د هندوستان پر لوري روان شو او هلته به له ډهلي کپټلز لوبډلې سره یو ځای شي.

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر پونټېنګ دا معلومات په خپل ټوېټر اکاونټ باندې ورکړل او ویلي یې دي، چې د هندوستان په لوري روان شوم هغه همدغه راز په ټوېټر باندې لیکلې دي، چې نوموړی د ګډون لپاره نور انتظار نشي کولی.

د یادولو وړ ده چې هندوستان سوداګرېز کریکټ لیګ به د راتلونکي اپرېل میاشتې په ۹ مه نېټه پیل شي، پونټېنګ به ممبۍ ته ځان رسوي ځکه چې د نوموړي ټیم په ممبۍ کې دی.

یاده دې وې چې ممبۍ ته د رسېدو سره سم به نوموړی د یوې اونۍ لپاره قرنطین وي او کله چې یې د کرونا ټیسټ پایله منفې شوه، نو کولي شي چې له خپلې لوبډلې ډهلي کپټلز سره یو ځای شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې