دلوبغاړو په اړهلیګونه

راجستان د جوفرا ارچر په ځای درې لوبغاړي نومندان کړل.

د هندوستان غوره لیګ ګډون کونکي لوبډلې «راجستان رایلز» اعلان وکړ چې د جوفر ارچر په نه شتون کې به د یادو درې لوبغاړو څخه خپلې لوبډلې ته یو لوبغاړی انتخاب کړي.

لومړي انتخاب «سکاټ کوګولیجن» دی نوموړی د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې لپاره لوبیدونکی لوبغاړی دی سکاټ په نورو لیګونو کې خورا ښه توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړي ده او ممکن راجستان لوبډله یې د جوفرا ارچر په نه شتون کې له ځانه سره غوره کړی، دوهم لوبغاړی بیا سریلانکایي الراونډر ›تیسرا پريرا» دی نوموړی د راجستان لوبډلې لپاره کیلدي لوبغاړي شمیرل کیدلی شي.

او دریم لوبغاړی بیا استرالیایي الراونډر« جک وائلډرموټ» دی چې راجستان لوبډله به یې په لوبډله کې غوره کړي.

لاتر اوسه نده معلومه چې د جوفرا ارچر په نه شتون کې به راجستان لوبډله په دې درې لوبغاړو کې کوم بو د ځان سره په لوبډله کې غوره کړي.

د نظر خاوندان په دې اند دي، چې که راجستان لوبډله د میچ وروستۍ برخه کې ترټولو غوره لوبغاړی پیدا کوي نو د تیسرا پريرا څخه بل غوره لوبغاړی نشي پیدا کولی.

پريرا د نړۍ مشهور سریلانکایي الراونډر دی چې د توپ اچونې ترڅنګ برید کوونکې توپ وهنه هم ترسره کولی شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې