بهرني لوبغاړي

د کوم لوبغاړي بخت به کار وکړي، راجستان د دریو لوبغاړو څخه یو غوره کوي

راجستان لوبډلې اعلان وکړ چې د جوپرار ارچر په نشتون کې به درې لوبغاړي چې نومول شوي یو به تري په لوبډله کې د څوارلسم پړاو لپاره غوره شي او سږکال به د راجستان رايلز لوبډلې لپاره ولوبیږي،


لومړي انتخاب سکاټ کوګولیجن دی نوموړي د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې پیاوړی لوبغاړ دی هغه نورو لیګونو کې خورا ښه توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړی ده، دوهم لوبغاړی بیا سریلانکایي الراونډر تیسرا پريرا دی نوموړی د راجستان لوبډلې لپاره کیلدي لوبغاړي شمیرل کیدلی شي، او دریم لوبغاړی بیا استرالیایي الراونډر جک وائلډرموټ دی چې راجستان لوبډله به یې په لوبډله کې غوره کړي،


لاتر اوسه نده معلومه چې د جوپرا ارچر په نشتون کې به راجستان لوبډله په دې درې لوبغاړو کې کوم بو د ځان سره په لوبډله کې غوره کړي،


د کرکټ شنونکې په دې اند دي که راجستان لوبډله د میچ وروستی برخه کې ترټولو غوره لوبغاړی پیدا کوي نو د تیسرا پريرا څخه بل غوره لوبغاړی نشي پیدا کولی پريرا د نړۍ مشهور سریلانکایي الراونډر دی چې د توپ اچونې ترڅنګ برید کوونکې توپ وهنه هم ترسره کولی شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې