دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د سم کرن ناهیلي او جوس بټلر څرګندونې!

د هندوستان او انګلستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ د کوربه هېواد هند په اتلوالۍ پای ته ورسېده، لړۍ خواره جالبه او په زړۀ پورې وه ځکه چې لومړۍ لوبه یې کوربه هند او دوهمه سیالۍ د انګلستان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

د لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه د پایلوبې په معنا شوه چې هرې لوبډلې یې په بریا سره د لړۍ ګټونکي لوبډله اعلانېده، څومره چې مهمه سیالي وه همدومره جالبه او په زړۀ پورې هم وه.

په سیالۍ کې هند ۳۳۰ منډې هدف ورکړ چې انګلستان یې تعقیب ښه پیل نکړ، دوی یو وخت په ۲۰۰ منډو کې مهم ۷ لوبغاړي د لاسه ورکړل، خو الراونډر «سم کرن» د درې شپږیزو او ۹ څلوریزو په مټ په ۸۳ توپونو *۹۵ ناسوځېدلي منډې وکړې، په وروستیو کې د انګلستان ګټلو هیلو زیاتې شوې ځکه سېټ سم کرن په میدان ولاړ و او په وروستي اور کې ۱۴ منډو ته ضرورت وو، خو سم کران په وروستي اور کې د یوې څلوریزې په مټ یوازې ۶ منډې جوړې کړې او لوبه انګلستان په ۷ منډو وبایلله.

د لوبې وروسته د ایون مورګن په ځای ټاکل شوي موقتي لوبډلمشر جوس بټلر وویل” سم کرن ښه دنده ترسره کړه چې مسؤلیت په غاړه واخیست، او نوموړي ښه مبارزه وکړه او غوره رول یې ولوباوۀ، زه پوهیږم چې هغه به نا امیده وي، هغه غوښتل چې انګلستانۍ لوبډله د لړۍ بریا ته ورسوي، مګر موږ ټول په هغه او د هغه په ​​مسؤلیت اخیستو ویاړو.

جوس بټلر زیاته کړه چې دغه لړۍ کې دوی مهم لوبغاړي د لاسه ورکړل او تر ډېره یې ځوانانو ته موقع ورکړه، هغه وویل چې باوري یم دغه تجروبې به راتلونکي نړیوال جام په کار راشي.

باید یاده کړو چې د هند او انګلستان اوږد مهاله سفر پای ته ورسېدۀ چې درې واړه لړۍ یې کوربه هندوستان وګټلې، لدې وروسته به د هند غوره لیګ «ای پي ایل» د اپریل په ۹ مه نېټه پیل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې