نړیوال کریکټ

د زمبابوې سفر لپاره د پاکستان لوبډلې مهالویش اعلان شو.

پاکستان کرکټ ملي لوبډله د درې یو ورځنۍ او ځلور شل اوریزه سیالۍ په موخه سویلي افریقا ته خپل سفر پیل کړ چې دوه ورځې وړاندې دغه هېواد ته ورسېده.

ټاکل شوې ده چې له سویلي افریقا سره د لړۍ ترسره کولو وروسته پاکستانۍ لوبډله زمبابوې ته سفر وکړي چې په دغه سفر کې به درې شل اوریزه او دوه ټیسټ سیالۍ ترسره کړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ به لومړۍ شل اوریزه سیالي د اپریل په ۲۱ مه، دوهمه د اپریل په ۲۳ مه، د لړۍ دریمه او وروستۍ شل اوریزه سیالي به د اپریل په ۲۵ مه نېټه ترسره شي.

د شل اوریزه لړۍ وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه ټیسټ سیالیو لړۍ د اپریل ۲۹ مه او وروستۍ دوهمه ټیسټ لوبه به د مي په ۷ مه نېټه پیل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې