افغانستان کریکټ

دوه افغان لوبغاړي د چینایي لوبډلې سره یوځای شو

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې چټک بالر فضل الحق فاروقي، او د نولس کلنې لوبډلې ورو توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د چینایي لوبډلې سره يوځای شو،


چینایي سوپر کینګز لوبډلې تمریناتي کمپ پیل کړی او پکې دواړه افغان لوبغاړي هم ګډونوال دي،


نور احمد لکڼوال او فضل الحق فاروقي به د چینایي توپ وهونکو ته په نيټ یا جال کې توپ اچونه کوي،


فضل الحق د افغانستان لپاره لومړی په نولس کلنه او بیا یې سږکال خپله لومړی شل اوریزه لوبه د زیمبابوې پروړاندې ترسره کړه نور احمد لکڼوال په بیګ باش لیګ کې هم ولوبید او فضل الحق بیا د ویسټ انډيز په کرابین لیګ کې واخیستل شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې