افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

حمید حسن کله استفاء وړاندې کوي او له تقاعد وروسته به څه دنده پر مخ وړي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي «حمید حسن» د ازادۍ راډیو سره په یوه لنډه مرکه کې د خپل کرکټ او ژوند راتلونکي په اړه خبرې وکړي، که څه هم یو وخت حمیدحسن په افغان لوبډله کې د مجیب، راشد یا نورو مهمو افغان لوبغاړو په څېر مهم رول ادا کاوۀ، خو په ۲۰۱۰م کال کې تر ټپي کېدو وروسته نوموړی د افعان لوبډلې څخه لرې پاتې شوی دی چې په ډېر کم شمېر سیالیو کې حمید حسن تر سترګو کیږي.

حمیدحسن ازادۍ راډیو ته په یوه لنډه مرکه کې وویل چې که څه هم له یو ورځنیو سیالیو تقاعد شوی، خو د شل اوریزه فارمټ څخه په راتلونکي کم وخت کې د تقاعد ارده نلري، نوموړی زیاتوي چې له خو ځوان دی چې ژر د تقاعد پلان نلري، حمیدحسن زیاته کړه چې تر راتلونکو درې څلورو کالونو دپاره نور هم خپل کرکټ ته دوام ورکوم.

حمیدحسن د خپل ټپ او فیټنیس په اړه هم ډاډ څرګند کړ چې د پخوا پرتله اوس ډېر ښه دی او له هم خپل تمرین ته ادامه ورکوي.

حمید حسن وویل چې هیله مند دی راتلونکي اسیا جام او شل اوریزه نړیوال جام کې د افغانستان په استازیتوب ولوبیږي او ښې سیالۍ ترسره کړي.

د ازادۍ راډیو خبریال «فرید سعادت» دا دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان اوس مهال ستاسو په څېر چټک توپ اچونکي لري کنه؟ وویل” زه به څه ووایم، خو کله چې پریکټس کوو اکثره لوبغاړي راته وایي چې موږ ولې ستا په څېر چټک توپ نه شو اچولی؟ هغه زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان ډېر ښه چټک توپ اچونکي لري، نوموړي سید شیرزاد، وفادار، سلیم صافی، فرید ملک، نوین الحق هغه نومونه یاد کړل چې ښه توپ اچونه کولای شي.

حمیدحسن د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له تقاعد وروسته به د روزونکي په توګه د «روزنې» دندې پر مخ یوسي، هغه وویل چې له تېرو شپږو اوو کالونو راهیسې همدې برخه کې زده کړې کوي.

حمید حسن له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې په ۳۸ یو ورځنۍ او ۲۲ شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کړی چې په ترتیب سره یې ۵۹ او ۳۲ لوبغاړي سوځولي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې