دلوبغاړو په اړه

بنګله دېش بورډ:شکیب او مشرفي مرتضی څرګندونې د انديښنې وړ ندي.

شپږ کاله وړاندې په همدې ورځ یعنې د مارچ په ۲۹مه نېټه اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۵ کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو کې ګاونډي هیواد نیوزیلینډ ته په پایلوبه کې په اوو ویکټو ماتي ورکړي وه او د پنځم ځل لپاره یې د نړیوال جام اتلوالي ګټلي وه .

نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې په سیمي فاینل لوبه کې سویلي افریقا ته د DLS میتود له لارې په څلورو ویکټو ماتي ورکولو سره پایلوبې ته لار موندلي وه.

اسټرالیا بیا هندوستان ته په ۹۵ منډو توپیر ماتي ورکولو سره د نړیوال جام پایلوبې ته لار موندلي وه.

نیوزیلینډ پایلوبه کې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه.خو یادې لوبډلې د هغه وخت کپتان او بریدګر لوبغاړی برینډن مکالم د لومړي اور پنځم توپ سره په صفر ویکټ له لاسه ورکړه.

ورپسې ګپټل په ۱۵ منډو ویکټ له لاسه ورکړه.نیوزیلینډ په ۱۲ اورونو کې ۳۸/۲ لرلې او سخت تر فشار لاندې راغی.

بالاخره نیوزیلینډ ټوله لوبډله په ۴۵ اورونو کې یوازې په ۱۸۳ منډو وسوځیده او یو اسانه هدف یې اسټرالیا لوبډلې ته ورکړ.

اسټرالیا کرکټ لوبډلې ټاکل شوی هدف که څه هم چې ارون پینچ یې په صفر سره له لاسه ورکړ،خو د ورنر (۴۵) او سمېت د (۵۶) منډو په مټ ټاکل شوی هدف په ارامۍ سره د درې لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په اوو ویکټو یې نیوزیلینډ ته ماتي ورکړه.

یاده پایلوبه د اسټرالیا په ملبورن کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې (۹۳۰۱۳) کسانو په لوبغالي کې ننداره کړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې