ریکارډونهلیګونه

ای پي ایل کې ریکارډونه، راشدخان هم پکې شامل دی.

ای پي ایل لیګ چې په نړۍ کې د مالي پلوه تر ټولو غني لیګ شمیرل کیږي، یاد لیګ په لومړي ځل په ۲۰۰۸ میلادي کال کې پيل شو او لا هم دوام لري،که څه هم په لومړي لیګ کې پاکستاني لوبغاړي هم لوبیدلي وو،خو د دواړو ملکونو ترمنځ سياسي اړیکو خرابولی ددې لامل شو چې پاکستاني لوبغاړي له یاد لیګ وویستل شي.

ای پي ایل داسې لیګ دی چې زیاتره هیوادونو لوبغاړي ورته د خپلې ملي لوبډلې لوبې هم پریږدي.
له نیکمرغه په یاد لیګ کې درې افغان لوبغاړي هم شتون لري،خو تر ټولو زیات پکې راشدخان شهرت ترلاسه کړی دی.

نوموړی په لومړي ځل د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې لخوا د محمد نبي عیسی خېل سره یو ځای د یادې لوبډلې لخوا اخیستل شوی او لا هم یادې لوبډلې له خپل ځان سره ساتلی دی.

دا چې یاد لیګ په نړۍ کې یو په زړه پورې او جالب لیګ شمیرل کيږي.ددې ترڅنګ په یاد لیګ کې ځينې په زړه پورې ریکارډونه هم جوړ شوي دي.

مونږ دلته په لنډ ډول هغو لوبغاړو ریکارډونو ته کتنه کوو،چې ریکارډونه یې جوړ کړي او لا هم د دوی په نوم ثبت دي.

ویراټ کوهلي (۵۸۷۸ منډې)
ویراټ کوهلي چې د بنګلور لوبډلې کپتان هم دی.تراوسه یې په یاد لیګ کې تردې دمه (۵۸۷۸) منډې جوړې کړي دي.

کریس ګېل (۱۷۵ ناسوځيدلي منډې)
یونیور بوس د نړۍ ستر شهرت لروونکي بریدګر لوبغاړي په ۲۰۱۳ کال کې د پوني لوبډلې خلاف د بنګلور چیناسوامي لوبغالي ته ځانګړي ښکلا ور په برخه کړه.نوموړي په ۶۶ توپونو ۱۷۵ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې او لا هم دغه ریکارډ دده په نوم ثبت دی.د نوموړي په توپ وهنه کې ۱۷ شپږیزې او ۱۳ څلوریزې شاملې وې.نوموړي همداشان په توپ اچونه کې په یوه اور کې دوه ویکټې هم ترلاسه کړي وې.

کریس ګېل (۳۴۹ شپږیزې)
کریس ګېل چې د بیوګرافۍ په کتاب کې هم د شپږیزو ماشین په نوم ثبت دی،او نوموړي په یاد لیګ کې تردې دمه ۳۴۹ شپږیزې وهلي دي.

شیکر داون (۵۹۱ څلوریزې)
که کریس ګېل په شپږیزو کې ریکارډ ثبت کړئ،خو هندي اوپنر شیکر داون بیا پخپل ښکلي ټایمینګونو سره زیاتې څلوریزو ریکارډ خپل کړی او تردې دمه یې ۵۹۱ څلوریزې په یاد لیګ کې وهلي دي.

اندري رسل (۱۸۲،۳۳ سټرایک رېټ)
رسل چې په ای پي ایل سيالیو کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لپاره لوبې کوي،په یوه بې رحمه هیټر شهرت لري،زیاتره وخت نوموړی د لوبې وروستي پنځه اورونه ټارګیټ کوي او د بیټينګ لوړ سټرایک ریکارډ له نوموړي سره دی.

لاسیت مالینګا (۱۷۰ ویکټې)
په ای پي ایل سیالیو کې د زیاتو ویکټو اخيستلو ریکارډ د سريلانکايي چټک توپ اچونکي لاسیت مالینګا په نوم ثبت دی او ۱۷۰ ویکټې له ځان سره لري.

راشدخان (۶،۲۴ اکانومي)
که څه هم چې راشدخان د نورو لوبغاړو په څیر دومره وخت ای پي ایل کې ندی تیر کړئ.خو بیا هم تردې دمه په یاد لیګ کې ښې اکانومۍ ریکارډ چې کمې منډې یې ورکړي وي،له راشدخان سره دی.او په ترسره کړل شوو ای پي ایل سيالیو کې یې تقریبا په هر اور کې (۶،۲۴) منډې ورکړي دي.

الزاري جوزيپ (۱۲/۶)
ای پي ایل سيالیو کې بهترین بالینګ چې په یوه لوبه کې یې کړی،یاد ریکارډ د ویسټ انډيزي الزاري جوزيپ سره دی،نوموړي خپلو څلورو اورونو کې د ۱۲ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي سوځولي دي.

هربجن سینګ (۱۲۴۹ ډټ بالونه)
په ای پي ایل سيالیو کې تردې دمه زیات ډټ بالونه یا داسې توپونه چې بېټسمینانو ته یې منډې نه وي پرې ورکړي،هربجن سینګ ترسره کړي دي.نوموړي تراوسه ۱۲۴۹ ډټ بالونه ترسره کړي چې دا هم یو ستر ریکارډ شمیرل کيږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې