دلوبغاړو په اړهریکارډونه

انګلینډي بین سټوکس د هندوستان په خاوره دا ریکارډ جوړ کړ

د انګلیستان او هندوستان کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځوس اورېزو سیالیو لړۍ د هندوستان کریکټ ټیم په بریا سره پاېته ورسېده او سیرېز یې ۲-۱ مساوي پاېته ورساوه.

خو له بلې خوا انګلیستاني بین سټوکس د هندوستان په خاوره کې ستر ریکارډ جوړ کړ. سټوکس په وروستۍ لوبه کې د ۳۹ بالونو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۵ منډو باندې وسوځېده، خو په دې سره سټوکس یو ځانګړی ریکارډ هم په خپل نوم کړ.

سټوکس لومړنی انګلیستانی لوبغاړی شو چې په هند کې په پنځوس اورېزو سیالیو کې زیاتې شپږیزې وهې. سټوکس په یو ورځینو لوبو کې د هند پر وړاندې ۱۸ شپږیزې وهلې دي چې لومړی مقام یې ترلاسه کړ او پخوانی لوبغاړی کیون پیټرسن یې شاته کړ.

پیټرسن بیا ۱۷ شپږیزې وهلې وې او له سټوکس وړاندې دا ریکارډ له نوموړي سره وه، چې اوس ور څخه دا ریکارډ الراونډر لوبغاړي بین سټوکس په خپل نوم کړ.

له دې سربیره د انګلیستان او هندوستان ترمنځ سیالیو کې نور زیات ریکارډونه هم جوړ شول، چې له ډلې یې یو دا ریکارډ شو، چې هند او انګلینډ کریکټ ټیمونو دواړو لوبډلو په ګډه د زیاتو شپږېزو ریکارډ جوړ کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې