دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ګمبیر: د ای سي سي نوي قوانینو په بالرانو لار تنګه کړې.

ګمبیر: د ای سي سي نوي قوانینو په بالرانو لار تنګه کړې
د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني کرکټر ګوټم ګمبیر د ای سي سي په قوانینو نیوکه کړې او ویلي يې دي چې دغه قوانین د بيټسمینانو په خوښه او د بالرانو په زیان دي.
ګوټم ګمبير دغه څرګندونې وروسته له هغې پخپله ټویټر پاڼه وکړې چې انګلستان په اسانۍ سره د هندوستان لخوا ۳۳۷ ټوټل منډې پوره کړې.
نوموړي وویل،په اوسني وخت کې لوبې ډيرې د توپ وهونکو یا بېټسمینانو په خوښه روانه شوي.
نوموړي له کرکټ نړیوالې شورا وغوښتل چې د سرکل یا دایرې قوانینو ته بیا کتنه وکړي.نوموړي د نوي توپ وړاندیز هم وکړ چې کرکټ نړیواله شورا دې ورته اجازه ورکړي.
«د لوبې قوانین يو طرفه دي او د توپ وهونکو په ګټه دي،داسې ښکاري چې په توپ اچونکو نوره لاره هم تنګ کیږي او باج پرې اضافه کیږي.ای سي سي باید عاجل د دایرې قانون ته بیا نظر وکړي.دوه نوي توپونه او د بونس یا اوچت توپ محدودیتونه.د توپ اچوونکو څخه به ماشیني توپ اچونکي جوړ شي.»
د یادونې وړ ده چې د انګلستان او هندوستان ترمنځ په روانو یو ورځنیو لوبو سيریز کې هند لوبډلې دوه ځلې له ۳۰۰ پورته منډې جوړې کړې.خو انګلستاني توپ وهونکو یادې منډې پورې کړې.
ټاکل شوي چې د هند او انګلستان ترمنځ دریمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه به نن ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې