نړیوال کریکټ

که هر فارمټ سم شخص ته وسپارل شي نو درې واړو فارمټو کې پرمختګ له شکه خالي نه دی

د استرالیا پخواني لوبغاړي او د سریلانکا ډاېریکټور ټام موډي په خپل وروستي بیان کې ویلي، که مونږ د کرکټ هر اړخ ته پاملرنه وکړو اساس یې سم کیګدو او په راس کې یې سم خلک قرار ولري نو هر فارمټ کې لوبډله پرمختګ کولای شي زه غواړم سریلانکا لوبډله په نړیوال رینکینګ کې مخکې یوسم چې دا به یو لړ تغیراتو ته اړتیا ولري،


زه غواړم د نورو روزونکو سره یوځای سریلانکا لوبډله له دې بد وضعیت څخه وباسم ترڅو په درې واړو فارمټو کې مهم ځایونه ترلاسه کړو او دا کار هغه وخت شونی کیږي چې مونږ ځني تغیرات راولو او دا سیتم اساسي خلکو ته وسپارو،


سریلانکا کرکټ بورډ څه موده وړاندې ټام موډي د ډاېرېکټور روزنکې په توګه په لوبډله کې ومنه چې دمګړی نوموړی د سختو تغیراتو غوښتونکی دی،


یاده دې وي چې سریلانکا لوبډله اوس مهال مخ په زوال روانه ده او کرکټ بورډ یې کوښښ کوي ترڅو لوبډله یو ځل بیا پخواني سټیج ته ورسوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې