نړیوال کریکټ

څلور هغه لوبغاړي چې سږکال د خپلو لوبډلو لپاره په آی پي ایل کې نه لوبیږي

د هندوستان تجارتي لیګ د راتلونکې میاشتې په نهمه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ په احمد اباد، ممبي، چینایي، ډیلي، او کلکتې کې ترسره کیږي چې پکې به لومړی لوبه بنګلور د دفاعي اتلې لوبډلې ممبي پروړاندې ترسره کړي،


دې سیالیو کې څلور مهم لوبغاړي نه لوبیږي چې پکې استرالیایي جوش فیلیپ د بنګلور لپاره ولوبید خو سږکال د شخصي دلایلو له وجي دې لیګ کې ګډون نکوي،


دوهم لوبغاړی د ډهلي کيپټلز لوبډلې لوبډلمشر شاریس اېر نوموړی د انګلستان سره په سیالیو کې سخت ټپي شو چې ټپ یې د اوږې په برخه کې و د درملني وروسته هغه ته ویل شوې چې تر یو لوی عملیات وروسته به بیا کرکټ ته راستون شي چې دا به شا او خوا پنځه یا څلور میاشتې وخت ونیسي،


دریم لوبغاړی جوپرا ارچر دی چې ممکن سږکال د هندوستان په څوارلسم پړاو آی پي ایل لیګ کې د خپلې لوبډلې راجستان رایلز لپاره ونه لوبیږي هغه هم د هندوستان سره په سیالیو کې ټپي شو چې درملنه یې اوږد وخت ته اړتیا لري،


څلورم لوبغاړی جنوبي افریقایي ډیل سټین دی سټين مخکې هم ویلي و چې د پاکستان او سریلانکا لیګونه د آی پي ایل څخه غوره دي چې ځکه کرکټ ته پکې نظر کیږي نه پیسو ته سټين سږکال په خپله خوښه د هندوستان په آی پي ایل لیګ کې نه لوبیږي.


یاده دې وي چې شاید په راتلونکې کې نور لوبغاړي هم په ډاګه شي چې دې لیګ کې ګډون ونکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې