دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستان لوبډلې افریقا ته په رسېدو د کرونا ټیسټونه ورکړل!

سویلي افریقا ته د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ٣٤ کسانو کرونا ټېسټ پایله اعلان شوې، تېره شپه ناوخته د پاکستان کرکټ له لورې په خپره شوي اعلامیه کې راغلي چې د یاد هیواد کرکټ ملي لوبډلې سویلي افریقا ته خپل رسمي سفر پېل کړ.

د پي سي بي چارواکو له قوله د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې «٢١» لوبغاړو سره مل د لوبډلې روزونکو او ډاکټرانو د سویلي افریقا «جوهانسبرګ‹ ته په رسېدو د کرونا ټېسټ واخیستل چې د ټولو ټېسټ منفي راغی.

باید یادونه وشي چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د اپرېل په دوهمه نېټه د سویلي افریقا خلاف د درې یو ورځنیو سیالیو لړي پیل کړي، چې له یادو سیالیو وروسته به د څلور شل اوریزه سیالیو لوبلړۍ هم ترسره کړي.

بلخوا بیا سویلي افریقا کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د لومړي یو ورځنۍ لوبې وروسته به ټولو هغه لوبغاړو د تګ اجازه ورکړي چې هند غوره لیګ سیالیو کې د بېلا بېلو لوبډلو لخوا اخیستل شوي دي.
داورګل ناصري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې