ریکارډونهنړیوال کریکټ

ویراټ کوهلي نن د سچن ټنډولکر ریکارډ مساوي کولای شي.

د هندۍ لوبډلې ځوان لوبډلمشر «ویراټ کوهلي» په ډېره لنډه موده کې لوی شهرت ترلاسه کړ، هغه اوس د کرکټ نړۍ تر ټولو ځیرک او پیاوړی لوبغاړی شمېرل کیږي، که څه هم د هند پخواني لوبغاړي «سچن ټنډولکر» ډېر کرکټ وکړ او بېلا بېل ریکارډونه یې ثبت کړل.

خو ویراټ کوهلي په لنډه موده کې د سچن ټنډولکر مقام ته رسېدلی او هره لړۍ کې د ټنډولکر ځینې ریکارډونه ماتوي، ویراټ کوهلي اوس مهال د کرکټ درې واړه فارمټو کې تر +۵۰ زیات اوسط لري.

ټاکل شوې ده چې نن د هند او انګلستان ترمنځ د لړۍ دریمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره شي چې پکې ویراټ کوهلي د ټنډولکر سره خپل ریکارډ مساوي کولای شي.

د هندوستان په خاوره یو ورځنیو سیالیو کې زیاتې سیلیزې سچن ټنډولکر په خپل نوم «۲۰» سلیزې ثبت کړي دي، ویراټ کوهلي بیا په ۱۹ سلیزو جوړولو سره له ټنډولکر وروسته دوهم مقام لري، ویراټ کوهلي په نننۍ سلیزې سره د خپلو سلیزو شمېر د هند په خاوره «۲۰» ته پورته کولای شي چې له ټنډولکر سره به مساوي شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې