
لیګونه
هربجن سېنګ له کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې سره یو ځای شو
د هندوستان غوره لیګ اړوند کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې سره د دوی نوی او سټار لوبغاړی هربجن سېنګ یو ځای شو. نوموړی د شنبې په ماسپښین د ټیم له هوټل سره یو ځای شو.
له بلې خوا د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې یوشمېر نورو لوبغاړو بیا په پټیل کریکټ لوبغالي کې تمرینات هم پیل کړې دي. هربجن سېنګ به د لومړي ځل لپاره د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې سره یو ځای شي او د دغه لوبډلې لپاره به د لومړي ځل لپاره ولوبېږي.
له دې وړاندې نوموړی له چینای سوپر کېنګز او ممبۍ انډیانز لوبډلې سره هم پاتې شوی وه خو سږ کال د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لخوا خوشي شو او کلکتې لوبډلې واخیستلو.
د یادونې وړ ده چې نوموړی به اوس په هوټل کې د نورو لوبغاړو په ګډون د قرنطین د بند موده بشپړه وي او له هغې وروسته به بیا تمرینات پیلیوي او تمریناتې کیمپ سره به یو ځای شي.