دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

نیپالي لوبغاړي د نړیوال جام ګټلو ادعا کوي!

پاراس خدکا:نیپال به تر ۲۰۳۹ کال نړیوال جام اتلوالي هم ګټي، د نيپال کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان پاراس خدکا وایي،د دوی ماموریت او هدف د نړیوال جام ګټل دي.
دده په وینا لوبډلې یې کولای شي چې راتلوونکو نوولس کالونو کې د نړیوال جام اتلوالي خپله کړي.


پاراس خدکا زیاتوي،پخوا به دوی ویل چې لوبډله به یې نړیوال جام کې ګډون کوي،خو خلکو به په دوی پسې مسخرې کولې،خو دا ځلې زمونږ هدف د نړیوال جام ګټل دي.
نوموړي دغه څرګندونې د «د شپاړلس کلنو لوبډلو ترمنځ د بالیو کپ» سيالیو د پرانیستې پر مهال وکړې.
پاراس خدکا د «د بالیو نيپال انیشیټو» شرکت غړی هم دی،یاد شرکت نيپال کې ماشومانو سره غذايي موادو مرسته کوي.


«زمونږ هدف تر ۲۰۳۹ کال پورې د نړیوال جام ګټل دي.پخوا به خلکو په مونږ پورې خندل چې کله به مو ورته وویل چې مونږ غواړو نړیوال جام کې ولوبیږو.خو مونږ پدې وتوانیدو چې په ۲۰۱۴ کال نړیوال شل اوریز جام کې ګډون هم وکړو.»
«مونږ ټول پدې یقیني یو چې نیپال کرکټ لوبډله کې د نړیوال جام اتلوالۍ ګټلو وړتیا شته ده.ددې لپاره چې مونږ د نړیوال جام ګټلو خوب په حقیقت بدل کړو،ددې لپاره اړینه ده چې مونږ د ښوونځیو ترمنځ په کرکټ سيالیو پانګونه وکړو.»


نيپال هم د وخت یوه پياوړي لوبډله شمیرل کیده او زیاتره وخت به یې افغان کرکټ ملي لوبډله هم په مهمو سيالیو کې له ماتي سره مخ کړه.خو یاده لوبډله اوسمهال ډيره شاته پاتي ده.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې