نړیوال کریکټ

نیوزیلینډ په شل اوریزه سیالۍ کې بنګله دیش ته ماته ورکړه.

نيوزيلينډ د شل اورونو لوبه وګټله.
پخپل کوربتوب نيوزيلنډ د دریو شل اوریزه سیالیو د سيريز لومړۍ لوبه کي بنګلديش ته په شپږ شپېته منډو توپير سره ماته ورکړه.


د لوبي پيل نيوزيلينډ په توپ وهني سره وسو او د شل اورونو لوبولو سره يې دوه سوه لس منډي جوړي کړې او بنګلديش ته يې د دوه سوه يوولس منډو هدف وټاکی.
په توپ وهنه کي د نيوزيلينډ لپاره ډيوون کانوې ۹۲ ويل یونګ ۵۳ او مارټين ګوپټيل ۳۵ منډي جوړي کړې، چي بنګلديش ته محمد صيف الدين ۲ مصطفيض الرحمن او ناسوم احمد ۱ ويکټ ترلاسه کړه.


بنګلديش شل اورونه ولوبول، مګر ټاکل سوي هدف ته وه نه رسېده او د اته لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۱۴۴ منډي جوړي کړې.


آفيف حسين ۴۵ محمد صيف الدين ۳۴ او محمد نعيم په ۲۷ منډو سره بنګلدیش ته مخکښه توپ وهوونکي وه، ايش سودي ۴ او لوکي فرګيوسن ۲ ويکټي نيوزيلنډ لپاره واخيستې.


داده نيوزيلنډ او بنګلديش د سيريز اوله شل اوریزه لوبه وه چي نيوزيلينډ پکښي په ستر توپير بريا خپله کړه، راتلونکې دوهمه لوبه سبا نه بله ورځ سه شنبه ترسره کیږي.
هيره دي نه وي چي نيوزيلينډ له شل اوریزه سيريز وړاندي بنګلدیش په يوه ورځنيو لوبو کي هم ۳_۰ مات کړ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې