ولایتي سیالۍ

ننګرهار بي لوبډلې کابل لوبډلې ته ماتې ورکړه

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنیو سیالیو په دوام د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د کابل لوبډله د ننګرهار بي لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړه چې ننګرهار بي لوبډلې بریا خپله کړه.

د ننګرهار بي لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د لوبې په ۴۱.۳ اورونو کې د ټولو ویکټو په غورځېدو ۱۵۲ منډې جوړې کړې دې لوبډلې لپاره عارف خان ۵۳، اکبر موسی زي ۲۵ او ذبید اکبري د ۲۳ منډې جوړې کړې او د ۱۵۳ منډو هدف یې کابل ته وټاکه.

د کابل لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې سید منیب او سید نصرت هر یو درې، درې ویکټې، فرمان الله دوه او شفیق الله غفاري یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په دوهم اننګز کې د کابل لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او د ټولو ویکټو په غورځېدو یې د لوبې په ۳۲.۴ اورونو کې ۱۱۱ منډې جوړې او لوبه یې د ۴۱ منډو په توپیر ننګرهار بي لوبډلې ته وبایلله، د کابل لپاره په توپ وهنه کې د ګلاب عمرزي ۳۹، اسلام ځاځي ۲۲ او محمد سردار اته منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې