
دلوبغاړو په اړه
له ټنډولکر وروسته بل هندي لوبغاړی د کرونا ښکار شو.
له سچن ټنډولکر وروسته بل هندی کرکټر په کرونا اخته شو، وروسته له هغې چې د هند پخواني شهرت لروونکي لوبغاړي سچن ټنډولکر پر کرونا ناروغۍ د اخته کیدو خبر ورکړل شو،اوس د یو بل پخواني هندي کرکټر یوسف پټان په اړه هم د کرونا پر اخته کیدو خبر ورکړل شوی دی.
په کرونا د اخته کیدو خبر پخپله يوسف پټان په ټویټر پاڼه ورکړئ دی او نوموړي لیکلي دي.
“زما د کرونا پایله مثبته تثبیت شوي ده.ځان مو په کور کې قرنطین کړ او اړینې لارښوونې تعقیبوم.زه له هغو کسانو هم غوښتنه کوم چې ماته را نږدې شوي،د کرونا ټیسټونه وکړي.”
د یادونې وړ ده چې دواړه لوبغاړي د روډ سفټي ورلډ سیریز سیالیو پر مهال د انډیا لیجنډز لوبډلې برخه وو او د دوی په شتون کې هند لوبډلې د یادو سیالیو اتلوالي وګټله.