دلوبغاړو په اړهلیګونه

راشدخان ای پي ایل ته روان شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر راشدخان په ۱۴م پړاو ای پي ایل سیالیو کې د ګډون په موخه نن ورځ له اماراتو څخه د هندوستان په لوري روان شو.

ای پي ایل ته د روانیدو خبر راشدخان پخپله انسټګرام پاڼه ورکړئ دی او نوموړي لیکلي.

((ای پي ایل کې د ګډون لپاره چنای ښار ته روان شوم او ډیر ژر به تاسو (حیدراباد لوبډله) ووینم.))

راشدخان د حیدراباد لوبډلې لپاره د ملا تیر حثیت لري او په تیر پړاو ای پي ایل سیالیو کې د نوموړي د ښه بالینګ په مټ حیدراباد لوبډلې دریم مقام ګټلی وو.

د یادونې وړ ده چې حیدراباد لوبډلې سره د راشدخان په ګډون دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او مجیب الرحمان هم یو ځای دي.

مجیب ۲۰۲۱ کال د ای پي ایل د بولۍ د پیل وړاندې د پنجاب کینکز لوبډلې لخوا خوشی کړل شو او د بولۍ یا نیلامۍ پر مهال د حیدراباد لوبډلې لخوا په یو نیم کروړ هندۍ کلدارې واخیستل شو.

د ای پي ایل د قوانینو له مخې په یوه لوبه کې لږ تر لږه څلور خارجي لوبغاړي لوبیدلی شي،دا چې سنرایزرس حیدراباد لوبډلې سره د کپتان ډیویډ ورنر په شمول،جوني بېرسټو،جسن هولډر او نور لوبغاړي شتون لري.داسې اټکل نه کیږي چې راشدخان پرته دې،دا نور افغان لوبغاړي ولوبول شي.

هیره دې نه وي چې ای پي ایل سیالۍ به د را روانې اپریل میاشتې په ۹مه نېټه پیل چې ۵۲ ورځې به دوام وکړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې