افغانستان کریکټ

د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ دوهمه سیالۍ هم ترسره کېږي

افغانستان کرکټ بورډ د کمال خان بند د پرانیستې په پار دوهمه شل اورېزه سیالۍ هم ترسره کوي. چې دا لوبه به په پلازمېنه کابل کې نه ترسره کېږي بلکې په کنړ ولایت کې به ترسره کېږي. د افغان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې چې یاده لوبه به په کونړ کریکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د یادولو وړ ده، چې له دې وړاندې هم د کمال خان بند د پرانیستې په پار یوه شل اورېزه سیالۍ په مرکز کابل کې تېره جمعه ترسره شوه، چې یاده لوبه کې ګلبدین نایب نجېب الله ځدان ته ماتې ورکړه.

افغان کریکټ بورډ لیکلې دي: ((د کمال خان بند پرانېستې په ویاړ دویمه لوبه! د افغانستان کریکټ بورډ د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ له کابل وروسته په کنړ ولایت کې د ملي لوبغاړو په شتون د دوو لوبډلو ترمنځ د کنړ په کرکټ لوبغالي کې یوه شل اوریزه لوبه ترسره کوي، دغه لوبه سبا ماسپښین ۱ بجه پیلیږي.))

د یادولو وړ ده چې په نوملړ کې تر ډېره ځوان لوبغاړي تر سترګو کېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې