نړیوال کریکټ

د نیوزلینډ او اسټرالیا ښځینه لوبډلې به نن د سیالیو پیل وکړي

ټاکل شوې چې د نیوزلینډ او اسټرالیا ښځینه لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو دوه سیریزونه ترسره شي، د نړیوالې کریک انفو د معلوماتو له مخې چې ددې لوبو پیل به نن په شل اوریزه سیریز سره وشي.

لومړۍ لوبه به نن د نیوزلینډ په کوربتوب په ځایي وخت لس بجې او څلویښت دقیقې ترسره شي د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې پلان شوې دي لومړۍ شل اوریزه نن دوهمه د مارچ په دیرشمه او دریمه به د اپریل میاشت په اوله ترسره شي.

او بیا به د اپریل په څلورمه د یو ورځنیو لوبو سیریز پیل شي چې د همدې میاشتې تر لسمې نیټې به دوام وکړي.

د معلوماتو به مخې چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د نیوزلینډ او اسټرلیا لوبډلو ترمنځ د وروستیو پنځه لوبو له منځه درې اسټرالیا او دوه وروستۍ بیا نیوزلینډ ګټلي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې