نړیوال کریکټ

د نړیوال جام چمتوالي په موخه پاکستان نولس کلن بنګله دیش ته سفر کوي، د نولس کلنو نړیوال جام کله او چېرته پیلیږي؟!

د پاکستان کرکټ بورډ سلیکشن کمیټې د ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبغاړو «۲۰» کسيزه ډله انتخاب کړه، د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به راتلونکي میاشت بنګله دیش ته د یوې څلور ورځنۍ او پنځه یو ورځینیو لوبو لړۍ لپاره بنګله دیش ته سفر وکړي.

په دغه لوبغاړو کې هغه لوبغاړي شامل دي د ۲۰۰۲م کال ستمبر لومړۍ نېټې وروسته پیدا شوي دي، د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» په ۲۰۲۲م کال نولس کلنو نړیوال جام کې د لوبغاړو عمر حد ټاکلی، په ۲۰۲۲م کال نولس کلنو نړیوال جام کې هغه لوبغاړي ګډون کولای شي چې د ۲۰۰۲م کال سپټمبر په لومړۍ نېټه یاهم تر هغې وروسته پیدا شوي وي.

د پاکستان نولس کلنې لوبډلې د دې سفر هدف راتلونکي نړیوال جام ته ښه لوبغاړي پیدا کول دي او د دوی مهارتونو لوړولو دپاره فرصتونه چمتو کول دي.

د پاکسنان نولس کلنو لوبډلې سر روزونکي او منیجر «اعجاز احمد» وویل چې د بنګله دیش نولس کلنو چې د ۲۰۲۰م کال نړیوال جام یې هم وګټه، د هغوی خلاف لړۍ ترسره کول به زموږ دپاره موقع مساعده کړي چې د زاتلونکي نړیوال جام دپاره غوره لوبډله چمتو کړو.

ټاکل شوې ده چې د نولس کلنو راتلونکي نړیوال جام په ۲۰۲۲م کال کې د ویسټ انډیز په کوربتوب ترسره شي، په دغه جام کې به ټولټال «۱۶» هېوادونه ګډون وکړي چې د افغانستان په ګډون یولس یې وړاندې لار موندنه کړې خو پنځو نورې لوبډلې به د کوالیفای راونډ د لارې ګډون وکړي!

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې