دلوبغاړو په اړهلیګونه

د بنګله دېشي لوبغاړي مستفیض الرحمن لپاره ښه خبر

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي مستفیض الرحمن لپاره هند سوداګرېز کریکټ لیګ کې ښه خبر دا دی، چې نوموړي په دغه ستر سوداګرېز کریکټ لیګ کې د لوبېدو اجازه له بي سي بي یا بنګله دېش کریکټ بورډ څخه ترلاسه کړه.

نوموړی د هند غوره لیګ راتلونکي پړاو لپاره د راجستان راېلز لوبډلې له لوري اخیستل شوی دی او د دغې لوبډلې په ګټه به سږ کال ولوبېږي. د کرېکبز وېبپاڼې د راپور له مخې، چې د بنګله دېش کریکټ ټیم عمومي انتخاب کوونکي منهاج العابدین تائید کړه، چې بي سي بي مستفیض الرحمن ته اجازه ورکړه چې هند غوره لیګ کې ولوبېږي.

د یادولو وړ ده چې مستفیض الرحمن به په راتلونکي میاشت کې د سریلانکا کریکټ ټیم پر وړاندې دوه ټېسټ سیالۍ له لاسه ورکړې او پر ځای به یې هندوستان غوره لیګ کې ولوبېږي. منهاج العابدین وویل:

((مونږ مستفیض الرحمن ته اجازه ورکړه چې آی پي ایل کې ولوبېږي. ځکه چې هغه د سریلانکا پر وړاندې د ټېسټ سیالیو برخه ندی او پر همدې بنسټ مونږ وغوښتل چې نوموړی ای پي ایل کې ولوبېږي او یو څه تجربه ترلاسه کړې.)) مستفیض الرحمن تر دې دمه ای پي ایل کې ۲۴ سیالۍ ترسره کړې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې