نړیوال کریکټ

د انګلینډ اوږد مهالی سفر به نن د هند پر خاوره پایته ورسیږي

له شاوخوا ۷ اونۍ اوږد مهالي سفر وروسته به نن د وروستۍ لوبې په کولو سره د انګلینډ مهماني نوره د هندوستان پر ځمکه ختمه شي، ټاکل شوې چې دواړه ټیمونه نن خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي او په همدې لوبه سره انګلینډ خپل سفر تمام کړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو د سیریز وروستۍ لوبه نن ترسره کېدونکې ده، دا سیریز انګلینډ له وړاندې د یو په يو په مقابل کې مساوي کړی دی نن به ددواړو ترمنځ د سیریز پایلوبه ترسره کیږي.

د سیریز لومړۍ لوبه هند د ۶۶ منډو په توپیر ګټلې وه خو دوهمه لوبه کې بیا دانګلینډ له اړخه جوني بریسټو او د بین سټوکس بې رحمه توپ وهنې هندوستان په شپږو ویکټو مات کړ خو نن یوځل بیا انګلینډ د لوبې د ګټلو کوشش کوي ځکه که انګلینډ لوبه وګټي نو د دریو سیریزونو له منځه به یو وګټي.

خو بلخوا بیا د نړیوالې کریک انفو د معلوماتو له مخې چې هند پوره پوره د ګټلو کوشش کوي ځکه غواړي چې انګلینډ په خپل کور کې د سیریز له ګټلو بې برخې کړي په همدې پار هند شاید نن په یوولس کسیزه سکواډ کې ځینې تغیرات راولي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې