
د افغان کرکټ لوبډلې یو بل سیریز هم لغوه یا بې درکه شو!
افغان کرکټ بورډ وړاندې خبر ورکړی و چې راتلونکي اپریل میاشت کې د دوی په کوربتوب له بنګله دیش کرکټ نولس کلنې لوبډلې سره سیالۍ ترسره کوي، د افغانستان رسنیو څانګې مسؤل «حمکت حسن» په خپله فیسبوک پاڼه داسې هم ولیکل چې د افغان نولس کلنو لوبغاړو وېزو اپلای شوې ده چې د مارچ په ۲۳ مه نېټه به راشي.
خو اوس د مارچ ۲۸ مه نېټه ده له هم افغان کرکټ بورډ په دې اړه څه ندي ویلي، بنګله دیش کرکټ بورډ بیا خبر ورکړی و چې د افغانستان په کوربتوب د دوی نولس کلنه لوبډله یوه څلور ورځنۍ او پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
اوس تازه د پاکستان کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله بنګله دیش ته روانه شوه چې د همدغه هېواد نولس کلنې لوبډلې سره به یوه څلور ورځنۍ او پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
دا لومړۍ ځل ندی چې د افغانستان اعلان شوي سیالۍ لغوه یا هم پرته له کومو مالوماتو بې درکه کیږي، له دې وړاندې افغان الف لوبډله هم د یوشمېر سیالیو په موخه بنګله دیش ته دعوت شوي وه چې د افغان لوبډلې پرځای ورسره ایرلینډ الف لوبډلې سیالۍ برابرې کړې، د نولس کلنې او الف لوبډلې تر څنګ د افغانستان ملي لوبډلې سیالۍ هم د استرالیا او هندوستان خلاف د نامالوم برخلیک سره مخ دي.