دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جوس پټلر وایي” جوني بریستو ناممکن ممکن کولای شي!

په پوني کې د هندوستان خلاف دوهمې یورځنۍ سیالۍ وروسته چې پکې جوني بریسټو چټکه سلیزه تر لاسه کړه او انګلستان ریکارډي ۳۳۷ منډې لوی هدف تر لاسه کړ، موقتي لوبډلمشر «جوس پټلر» وویل چې جوني بریسټو کولای شي د توپ وهنې ریکارډونه مات کړي.

بریسټو چې د هند خلاف درې یو ورځنۍ سیالیو لړۍ په دوهمه یورځنۍ لوبه کې چټکه لوبه وکړې د لوبې وروسته وویل” غواړي د انګلستان دپاره یورځنیو سیالیو کې تر ټولو زیاتې سیلیزې په خپل نوم ثبت کړي.

جوني بریسټو اوس مهال په ۸۵ سیالیو کې «۱۱» سلیزې ترلاسه کړي دي چې د جیو روټ ۱۶، ایون مورګن ۱۳ او مارکس ټریسکوتیک ۱۲ سلیزو جوړولو وروسته څلورم انګلستانی توپ وهونکی دی چې زیاتې سلیزې یې ترلاسه کړي دي.

جوس بټلر چې ټپي شوی ایون مورګن په ځای لوبډلمشر ټاکل شوی وویل” له تېرو پنځو کالونو راهیسې بریسټو په زړۀ پورې فعالیت کړی، په ورځنیو سیالیو کې هغه د نړۍ مخکښ توپ وهونکی دی.

بټلر زیاته کړه چې پنځوس اوریزه یو په زړۀ فارمټ دی، داسې هېڅ دلیل شتون نلري چې جوني بریسټو دې پکې ریکارډونه مات نکړي.

بټلر زیاته کړه چې «ای پي ایل» کې زه د هغې په مقابل کې لوبېدلی یم، هغه د توپ اچونکو دپاره یو وېرونکی توپ وهونکی دی، موږ چې کله هم «ای پي ایل» کې د نوموړي سوځولو ته پلان جوړوو، خو هېڅ داسې نقطه پیدا نکړو چې د هغه ناکامۍ سباب وګرځي.

باید یاده کړو چې د هند او انګلستان ترمنځ د درې ورځنیو سیالیو دریمه مهمه او پرېکړه کونکي سیالي به نن د مارچ ۲۸ مه نېټه ترسره شي، یاده لوبه چې هره لوبډله ګټي د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ هم ګټي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې