دلوبغاړو په اړهلیګونه

بنګله دیش کرکټ بورډ IPL کې د لوبېدو اجازه نه ورکوله، شکیب د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره وکتل!

شکیب الحسن هند ته روان شو خو «این او سي» یې تر نیمایي لوبې دی.

د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې مدیریت ته د مرستې په توګه د بنګله دیش الراونډر «شکیب الحسن» د شنبې په ماسپښین ښار ته ورسید ترڅو په راتلونکي «ای پي ایل» لیګ کې برخه واخلي، تمه کیږي چې دغه الراونډر به ډیر ژر د ممبۍ په نایټس کیمپ کې برخه واخلي چېرې چې پنځو نورو لوبغاړو خپل اړین ۷ ورځنۍ قرنطین د لوبډلې په هوټل کې پای ته ورساوه او د جمعې په ورځ یې د پتیل لوبغالي کې تمرین پیل کړ.

د بنګله دیش کرکټ بورډ د عملیاتو کمیټې مشر اکرم خان وویل چې په «ای پي ایل» کې د شکیب الحسن د ګډون په اړه پوښتنې راپورته شوي دي چې ممکن کرکټ بورډ د “نه اعتراض سند” «این او سي» په ورکولو له سره غور وکړي، وروسته شکیب الحسن کرکټ بورډ تورن کړ کواګي زما لیک یې سم ندی لوستی او غلط تشریح شوی دی.

په هرصورت، د بنګله دیش کرکټ بورډ لارښود «اسماعیل حیدر» وویل چې اوس مهال کومه ستونزه نشته، نوموړي زیاته کړه چې د شکیب الحسن «این او سي» به په خپل ځای پاتې شي او هغه کولای شي په «ای پي ایل» لیګ کې ګډون وکړي.

شکیب الحسن چې د کلکتې نایټ رایډرز لخوا په لیلام کې د «۳.۲» کروړه هندۍ کلدارو اخیستل شوی و، د دوشنبې په شپه له متحده ایالاتو څخه کور ته راستون شو او په بله ورځ یې د میرپور په «شیر بنگله کرکټ ملي لوبغالي» کې یو څه تمرین وکړ.

دغه لراونډر د بنګله دیش د پخواني شل اوریزه فارمټ لوبډلمشر مشرافي مرتضی سره د هندوستان لومړي وزیر «نریندرا مودي» سره د جمعې په ورځ په ډهاکه کې ولیدل.

په هرصورت، کلکته ممکن شکیب الحسن له لاسه ورکړي، ځکه چې د هغه «این او سي» د مۍ تر ۱۸مې نېټې پورې اعتبار لري، شکیب الحسن به د سریلنکا خلاف د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره د بنګله دیش لوبډله کې شامل شي چې د می په ۲۰ مه نېټه پیلیږي.

ټاکل شوې ده چې څوارلسم پړاو هند غوره لیګ د راتلونکي اپریل په ۹مه نېټه پیل شي چې کلکته نایټ رایډرز به لومړۍ لوبه د اپریل په ۱۱ مه نېټه د چینای سوپر کینګز خلاف ترسره کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې