مقالې

اېډن پارک تر ټولو مشهور لوبغالی اعلان شوی.

د کرکټ ټیپینګ او کرکټ بېټ انډیا څارونکې ډلې لخوا پدې وروستیو کې د کرکټ بهترینو یا مشهورو لوبغالو په نوم سروې یا پلټنه په لاره اچول شوي وه،چې پکې د نیوزیلینډ اېډن پارک لوبغالي لومړی ګټلی دی.

د یادې ډلې لخوا سروې په درې کیټګوریو سره، په نړیواله کچه د انټرنیټ له لارې په میاشت کې زیات پلټل شوي لوبغالي،فسبوک او انسټګرام ټګ له لارې ارزیابي شوي.

ایډن پارک لوبغالي د ۱۰۰ نمرو څخه (۶۶،۹۶) نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ګټلی دی.

د یادې سروې له مخې دوهم او دریم مقامونه د اسټرالیا ادلید او ملبورن لوبغالو ترلاسه کړي دي.

ادلید کرکټ لوبغالي د (۵۰،۹۳) نمرو سره دوهم او ملبورن د (۴۲،۲۴) نمرو سره دریم مقام خپل کړی دی.

ایډن پارک لوبغالی هغه لوبغالی دی چې په ۲۰۱۵ کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیمي فاینل یا منځ لوبه کې نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې د یوې حساسې لوبې وروسته سویلي افریقا لوبډلې ته پکې ماتي ورکړي وه.همداشان په ورته ټورنمینټ کې نیوزیلینډ لوبډلې په یوه ویکټ اسټرالیا لوبډلې ته پکې ماتي ورکړي وه.

په ټوله کې نیوزیلینډ د مشهورو لوبغالو له اړخه په نړۍ کې د (۱۲،۰۹) نمرو په ترلاسه کولو سره شپږم مقام لري،چې د اسټرالیا او انګلستان څخه مخکیوالی لري.

حیرانوونکي یې دا ده چې د انګلستان لارډز لوبغالی چې په نړۍ کې د کرکټ کور هم شمیرل کیږي،څلورم مقام خپل کړی او په نړیواله کچه یې لسم مقام ترلاسه کړی.

د نړۍ په لسو مشهورو کرکټ لوبغالو په لیست کې مانچستر اولډ ټریفرډ (۴م)،کلکته ایډن ګرډن (۶م) او بریسبن ګابا لوبغالي (۸م) مقام خپل کړی دی.

عزیزالله عزیزي

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې