بهرني لوبغاړي

انضمام الحق : ریشب پنټ، ایم ایس ډوهني او اډم ګیل کریسټ تر شا پريښودلی شي

د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی انضمام الحق په یو بیان کې : زه د هندي توپ وهونکې ریشب پنټ په وړتیا باوري یم هغه به د نړۍ دوه غښتلي ویکټ ساتونکې شا ته پریږدي کوم چې د خپلو لوبډلو لپاره غوره ثابت شوې و،


زه دلته د ایم ایس ډوهني او اډم ګيل کریسټ یاده کوم ریشب پنټ کولای شي چې په خپلې بهترینه توپ وهنې سره دا دوه ستر نومونه شا ته پریږدي او ځان په نړیوال کچه ښه ثابت کړي، ما لاتراوسه پورې د ایم ایس ډوهني او اډم ګیل کریسټ څخه بل داسي لوبغاړی نه دی لیدلی چې له پنټ څخه ښه ثابت شي، ماپه دې ۳۵ کلونو کې دوه ویکټ ساتونکې لوبغاړي لیدلي دي چې د لوبې نقشه به یې بدلوله چې یو هم اډم او بل بیا هندي لوبډلمشر ایم ایس ډوهني و،


که چيرته پنټ خپلې لوبې ته همداسي دوام ورکړي نو دا دوه نومونه شا ته کولای شي،


یاده دې وي چې ریشب پنټ په دې وروستیو وختونو کې د هندوستان لپاره په دري واړو فارمټو کې غوره توپ وهنه ترسره کړه چې د نړۍ د ټولو خلکو پام یې ځان ته راوړولو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې