بهرني لوبغاړي

په رسنیو کې د سچن تنډولکر په اړه دا خبرونه ريښتیني دي

د راپورونو له مخې چې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مشهور توپ وهوونکی سچن ټنډولکر په کرونا اخته شوی دی او اوس مهال تر درملنې لاندې دی، هغه نن د مارچ په ۲۷ اعلان کړی چې د کرونا نتیجه یې مثبته ده او تر درملنې لاندې دی.

سچن تنډولکر دا اعلان پر خپل ټویټرکړی او مینه والو یې ورته د روغ صحت غوښتنه هم کړې ده هغه ویلي چې د کورنۍ نور غړي یې روغ دي او د هغوی نتیجه منفي ده.

د کرکټرکر ویب سایټ د معلوماتو له مخې چې تنډوالکر پر ټویټر خپله ناروغي تائید کړې او لیکلي دي چې ” ما د ویروس د مخنیوي لپاره ټول احتیاطي تدابیر نیولي و ما د ازموینې ترمخه څه ناڅه نښې په ځان کې درلودې خو اوس مې نتیجه مثبته شوه او د کورنۍ نور غړي مې ښه دي”.

هغه له صحي ټیم او ډاکټرانو هم مننه کړې ده او ویلي یې دي چې ما خپل ځان په خپل کور کې قرنطین کړی دی او ټول ضروري مواد، او لارښوونې مې عملي کړي دي زه له ټولو مینه والو مننه کوم او ترې غواړم چې د ځان خیال وساتي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې