ریکارډونه

ویرات کوهلي: زه د سلیزو د جوړولو وږی نه یم

د هندوستان ملي لوبډلې کپتان چې اوس مهال د کرکټ په نړۍ کې پیاوړو توپ وهوونکو له جملې څخه شمیر کیږي او ډیر وخت د سلیزو په جوړولو سره هم د هېواد لپاره لوبې ګټي خو تازه یې په خپلو څرګندونو کې ویلي چې زه د سلیزو جوړولو لپاره لوبه نه کوم.

ویرات کوهلي چې تراوسه په یو ورځنیو لوبو کې ۴۳ سلیزې لري یواځې یواځې شپږ سلیزې له سچن ټنډولکر څخه وروسته دی او ګومان همدا کیږي چې شاید کوهلي د ټنډولکر ریکار مات کړي.

د کریکټ کنټري ویب سایټ د معلوماتو له مخې چې کوهلي د انګلینډ خلاف له دوهمې یو ورځنۍ لوبې وروسته په یوه کنفرانس کې د همدې پوښتنې په ځواب کې وول چې ” دا مهمه ده چې ټیم باید لوبه وګټي، که موږ څومره ښه ولوبیږو خو چې لوبه ونه ګټو هیڅ معنی نلري، که زه دوه سلیزې هم ووهم خو چې لوبه ونه ګټم هیڅ هم نه کیږي ځکه زه د ګټلو لپاره لوبه کوم د سلیزو جوړولو لپاره نه”

ویرات کوهلي تراوسه د هند لپاره په یو ورځنیو لوبو کې ۴۳ سلیزې جوړې کړي دي هغه په ۲۰۱۶ کال کې درې، په ۲۰۱۷ کې شپږ، په ۲۰۱۸ کې هم شپږ او په ۲۰۱۹ کال کې یې پنځه سلیزې جوړې کړې.

نوموړي د همدې سلیزو پر مټ تیره ورځ یو بل ریکارډ هم جوړ کړ هغه دا چې کوهلي وشول کولای په یو ورځنیو لوبو کې خپلې لس زره منډې پوره کړي چې په نړیواله سطحه دوهم بیسټ مین شو چې دا ریکارډ جوړوي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې